په کابل کې د سولې د ورځې د لمانځنې لپاره چمتوالی نیول کیږي
11.06.1389
د سیپتمبر د میاشتې یو ویشتمه نېټه چې د وږي د میاشتې له دیرشمې نېټې سره سمون خوري د سولې له نړېوالې ورځې سره برابره ده .
ټاکل شوې چې له دغې ورځې څخه په افغانستان کې هم د ملګرو ملتونو د اداري له خوا لمانځنه وشي.
د افغانستان مدني ټولنې سږکال هم د سپتمبر د یوویشتمې نېټې د سولې د نړېوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت د تیارېو او بېلابېلو ځانګړو پروګرامونو د جوړولو خبره کوي.
د افغانستان د مدني ټولنو دوريي ریس عبدال الله زوهیر وايي چې د مدني ټولنو د سولې د کاروان له خوا د سولې د پیغام د رسولو تر څنګ د دغه ورځې په ویاړ یو شمېر سپورتي پروګرامونه هم په پام کې دي:
(د خپل توان له مخې چې لرو یې، د سولې په نړېواله ورځ به د کابل په کچه د مدني ټولنو د سولې کارون د سولې پیغام خلکو ته ورسوي او دغه شان په غازي ملي لوبغالي کې د غوره لوبډلو تر منځ به د بایسکیل ځغلولو او منډې وهلو لوبې هم جوړې کړو.)
د ښاغلي زوهېر په وینا له تېرو څلورو کلونو څخه چې د افغانستان د مدني ټولنو کارونه سره همغږي شوي دي د سولې له نړېوالې ورځې څخه د ځانګړو پروګرامونو په ترڅ کې لمانځنه کیږي .
د کابل ښار اوسیدونکي په هېواد کې د سولې د نړېوالې ورځې د لمانځنې په اړه بېلابېل نظرونه لري ، د یو شمېر کابل ښاریانو په وینا له دغې ورځې څخه یواځې په نوم لمانځنه کیږي په داسې حال کې چې د سولې د راوستلو لپاره عملاً کار وشي.
افغانستان له اوږدو کلونو راهیسې د جګړو ښکار دی او جګړه ځپلي افغانان له مودو، مودو راهیسې په خپل هېواد کې د سولې او امنیت تږي دي، خو په دې برخه کې د افغان دولت او مدني ټولنو د هڅو سره سره لا هم په هېواد کې سوله نه ده ټیینګه شوې.
په تېرو څو کلونو کې که څه هم د سولې د نړېوالې ورځې په درناوي په دغه ورځ د دولت په وسلوالو مخالفینو د اوربند غږ شوی و خو بیا هم د توپک ماشو ته دمه ورنه رغله، خو افغانان هیله من دي چې سږ دغه ورځ په خپل هېواد کې د اوربند او تل پاتې سولې د پیل د ورځې په توګه ولمانځي.