د کورنیو چارو وزارت په یو شمېر لوړو پوستونو کې بدلونونو راوستل
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویان زمري بشري 11.06.1389
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، دا اقدام د چارو د لاسمون او د عدالت د تامینولو په مقصد شوی دی، خو د چارو کارپوهان وایي چې، په نوي بدلونونو کې ټول پخواني چارواکي له یوه پست څخه بل ته ګمارل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوویشتو لوړو پستونو کې بدلونونه راوستل، په دې بدلونونو کې د وزارت دوه مرستیالان دوه عمومي ریئسان او د زونونو قوماندانان شامل دي.
په دې بدلونونو کې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې مرستیال جنرال داود داود، د شمال د زون د قوماندان، له تروریزم سره د مبارزې عمومي ریئس جنرال منان فراهي د وزیر د سلاکار او د کابل پولیسو د جنایي څیړنو ریيس، جنرال سیدعبدالغفار سیدزاده د کورنیو چارو د وزات له تروریزم سره د مبارزې د ریس په توګه ګمارل شوی.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمری بشري د چهارشنبې په ورځ د دغو بدلونونو د هدف په هکله ازادۍ راډیو ته وویل:
"دا کارد څلورو هدفونو د ترسره کېدو په خاطرشوی دی، لومړی د چارو د لاسمون او پرمختګ.
دوېم، د عدالت د تامین، درېم د تجربو د زیاتېدو او څلورم د زیاتو مسلکي مهارتونو د زده کړې په خاطر.
دا بدلونه به په چارو چټکوالي رامنځته او د مرکز لوړ پوړي پرسونل په لېرې پرتو سیمو کې، د پولیسو له مبارزو او فعالیتونو څخه خبر شي."
بشري زیاته کړه، ډیر داسې لوړ پوړي پولیس و چې کلونه کلونه یي په لېرې پرتوسیمو کې سخت شرايط ګاللي او پکار وه چې پرځای یي د عدالت د تامین په مقصد له مرکز څخه نوي چارواکي ور ولیږل شي.
د چارو کار پوهان وایي، تردې غوره داده چې د کورنیو چارو وزارت وړ پولیس د پولیسو په لاندې کرښو کې ولټوي.
په دې هکله د پوځي چارو کار پوه جنرال هادي خالد ازادۍ راډیو ته وویل:
"دا بدلونونه ښه دي خو لیدل کیږي ټول پخواني لوړ پوړي پولیس له یوه ځایه بل ځای ته بدل شوي، ښه به دا وای چې وړ او تکړه پولیس په لاندې لیکو وموندل شي او مهمې دندې ور وسپارل شي."
د کورنیو چارو د نوي وزیر جنرال بسم اله محمدي له ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په دې وزارت کې په یو وار په یوویشتو لوړو پوستونونو کې بدلونونه راوستل کیږي.
پخوا تردې هم په یاد شوي وزارت کې یو لړبدلونونه راغلي و، خو خلک وایي چې هغه اغیزمن نه وو، دا چې نوي بدلونونه به د پولیسو پر چارو او د سولې پر ټینګښت څومره مثبته اغیزه وکړي، دا به وروسته معلومه شي.