په لاهور کې د شیعه ګانو په مذهبي مراسمو کې چاودنې
د شعيه مسلمانانو په مذهبي مراسمو کې درې پرله پسې بمي چاودنې شوې 11.06.1389
د لاهور ښار په مرکز کې د شعيه مسلمانانو په مذهبي مراسمو کې درې پرله پسې بمي چاودنې شوې چې له امله يې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، د وروستيو رپوټونو له مخې په دغو چاودنو کې ۳۰ تنه وژل شوي او شاوخوا دوه سوه تنه نور ټپيان دي.
لومړۍ چاودنه د روژه ماتې پر مهال کربلا ګامي شاه نومي عبادت ځای ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه چې په زرګونو شعيه مسلمانان د اسلام د څلورم خليفه حضرت علي کرم الله وجهه د شهادت د تلين په مناسبت له ځانګړېو مراسمو وروسته له سيمې نه د تللو په حال کې ول.
د لاهور ښار د کمشنر خسرو پروېز په وینا لومړنۍ چاودنه د خلکو د تیتولو او پارولو لپاره ترسره شوې چې يواځې څوتنه يې ټپيان کړي.
د هغه په وينا شاوخوا نيم ساعت وروسته دغه ځای ته په لنډ واټن کې د علي هجويري زيارت ته څېرمه په ګهاټي چوک کې په داسې حال کې چې یو زیات شمېر خلک د لومړنۍ چاودنې د ټپيانو په لېږدولو بوخت ول دوه پرله پسې ځان وژونکي بريدونه وشول چې له امله يې درنه مرګ ژوبله رامنځته شوه.
"په داسې حال کې چې زموږ هېوادوال د سیلابونو څپو ډېر ځپلي او دا مهال د تاريخ د ترټولو ترخو شيبو سره مخ دي، په داسې وخت کې دغه ډول بريدونه ترسره کول بې له شکه لوی ظلم دی، خو دا خلک نه انصاف پېژني او نه ظلم.
د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه به ووايم چې تر دې مهاله ماته د دېرشو تنو د وژل کېدو او دوو سوو نورو د ټپي کېدو خبر رارسېدلی، خو دا چې د يو شمېر ټپيانو صحي وضعه نازکه ښودل شوې نو ښايي ځينې نور يې هم سا ورکړي.
په سيمه کې د موجودو امنيتي مسوولینو د سترګو ليدلی حال دا دی چې لومړۍ چاودنه د ځای پرځای شويو چاودېدونکيو موادو له امله رامنځته شوې او پاتې نور دوه یې ځان وژونکي بریدونه ول."
له دغو چاودنو وروسته د يادو مراسمو يو زيات شمېر ګډونوالو په اعتراضيه مظاهرو لاس پورې کړ چې له امله يې د مظاهره کوونکيو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شو، مظاهره کوونکیو د پوليسو يوه ماموريت او يوشمېر موټرو ته اور ورته کړ او د دولت پر خلاف يې نارې وهلې.
مظاهره کوونکيو پر دولت تور لګاوه چې د دوی د امنيت د خوندي ساتلو په برخه کې يې لازم اقدامات نه و کړي، خو د لاهور د پوليسو يوه لوړ رتبه افسر راو سردار دغه تورونه رد او ويې ويل چې دوی په دې لړ کې خپل ټول امکانات په کار اچولي ول:
"ټول امنيتي ترتیبات مو نيولي ول، د دغې سيمې په ګډون په بېلابېلو ځايونو کې مو دوه نیم زره سرتېري ځای پرځای کړي ول او زه په خپله هم له سهاره دلته موجود وم، د مراسمو سيمې ته راتلونکې ټولې لارې د پوليسو له خوا څارل کېدلې او هر کس به له سره تر پښتو پلټل کېده، چې ښکاره ثبوت يې د پوليسو د يوه سرتېري وژل کېدل دي."
د غه بريدونه د علي هجويري زيارت څېرمه ترسره شوي، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په دغه زيارت کې په دوو ځان مرګيو بریدونو کې اووه دېرش تنه وژل شوي او يوشمېر ټپيان ول.
د پاکستاني رسنيو د رپوټ له مخې د لشکر جهنګوي العالمي په نوم د سخت دريځو ډلې چې وار دمخه يې پر فعاليتونو بنديز لګول شوی د دغو بريدونو مسووليت منلی.
په یوه بله پېښه کې چې نن مازيګر په کراچۍ ښار کې رامنځته شوې نا پېژندو وسله والو د ورتو مراسمو پر ګډونوالو ډزې کړي چې د يوه امنيتي ساتونکي په ګډون اته تنه په کې ټپیان شوي.