امریکا:پاکستاني طالبان هم په تروریستي فهرست کې شامل شول
د امریکا د بهرنیوچارو وزیره هیلیري کلېنټن وروستی بدلون 11 06 1389 12:52 PM
امریکايي چارواکو د پاکستاني طالبانو پرضد د اقداماتو په لړ کې دا ډله د تروریستي ډلو په فهرست کې شامله کړه او د دوي مشر یې په افغانستان کې د تېرکال د هغې تروریستي حملې په تنظیمولو تورن کړ چې د CIA اوه کارکوونکي یې ووژل.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلېنټن په هغه لیک کې چې د امریکا د حکومت په رسمي جریده کې خپور شوی ویلي دي چې پاکستاني طالبان د امریکا ملي امنیت ته ګواښ کوي.
د امریکا د عدلیې وزارت هم د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسود د ۲۰۰۹ کال په ډیسمبر میاشت کې د اردن د استخباراتو د یوه غړي له خوا د هغې انتحاري حملې په تنظیم تورن کړی چې په خوست کې د CIA په اډه کې وشوه او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې اوه غړي یې ووژل.
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د تروریزم ضد څانګې مشر دانیل بنجامین وایي، د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه د امریکا د دې ادعا ثبوت دی چې دا یوه ډېره خطرناکه ډله ده او امریکا پرېکړه کړې ده چې د نورو خطرناکو بریدو لپاره د دې ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي. بنجامین وايي امریکا به دا شبکه وځپي، ماته به یې کړي او له مینځه به یې یوسي.
په خوست کې د CIA په اډه کې پر برید سربېره تحریک طالبان ډله د روان کال د مې په لومړۍ نېټه د امریکا د نیویارک ښار په ټایمز چوک کې د ناکامې حملې د پلان په جوړولو هم تورنه ده.
د پاکستان حکومت تحریک طالبان ډله په ۲۰۰۷ کال کې د پخوانۍ صدراعظمې او دپیپل ګوند د مشرې بېنظیربوټو په وژنه او همدا راز د روان کال په اپرېل میاشت کې په پېښور کې د امریکا د قونسلګرۍ مخې ته په انتحاري برید تورنه کړې ده.
د اسوشیتیدپریس اژانس د راپور له مخې د امریکا د عدلیې وزارت ویاند دین بویډ ویلي چې د دې ډلې پرضد د امریکا د حکومت اقدامات د هغو هڅو په لړ کې کېږي چې غواړي تحریک طالبان وځپي او له منځه یې یوسي.
بویډ وايي، چې مسود باید د خپلو اعمالو حساب ورکړي او امریکا غواړي چې له خپلو استخباراتي شریکانو، پوځ، امنیتي ځواکونو او په بهر کې له خپلو متحدانو سره په ګډه کار وکړي څو دې هدف ته ورسېږي.
د پاکستاني طالبانو پرضد د اقداماتو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې ډلې د مشرانو، حکیم الله مسود او ولي الرحمن پرسر د پنځو میلیونو ډالرو انعام ټاکلی او د امریکا خزانې وزارت پر مسود او د ډلې پر نورو مشرانو مالي او د سفر بندیزونه هم اعلان کړي.
د امریکا د سنا یو ډیموکرات غړي کریستین ګیلي براند ویلي دي چې امریکا باید د تحریک طالبان پاکستان ډلې د له منځه وړلو لپاره لازم اقدامات وکړي.
د پاکستان طالبانو لومړی مشر بیت الله مسود و چې یوکال مخکې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په یوه حمله کې ووژل شو خو ډېر ژر دده پرځای حکیم الله مسود د ډلې مشر شو.
د روان کال په پیل کې چارواکو اعلان وکړ چې حکیم الله مسود هم د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی خو څه وخت وروسته، د ده دوه نوي ویډیويي فلمونه راووتل او معلومه شوه چې دی ژوندی دی.