امریکا وايي افغانستان ته به پاملرنه زیاته کړي
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس 11.06.1389
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما په عراق کی د امریکایي ځواکونو د جنګي ماموریت پاي په رسمې ډول اعلان کړه او د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس وایي، د دوی پام به افغانستان ته زیات شي. د ګیتس د خبرو په اړه واشنګټن پوست ورځپاڼې یوه مقاله لیکلي چی مهمې برخې یي جان اقا الکوزي پښتو کړي دي:
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر رابرت ګیتس د امریکا په خلکو چي د افغانستان د جګړې په اړه اندیښمن دي غږ وکړ، حوصله دي له لاسه نه ورکوي او زیاته یي کړه، د افغانستان جګړه له څو کلونو راهیسي د عراق جګړې تر سیوری لاندي کړي وه او بالاخره حکومت دي جګړې ته د لازمو منابعو برابرولو پریکړه کړې.
ګیتس د سې شنبې په ورځ په میلواکي ښار ګوټې کي د امریکا د پوځیانود ملی کنواسیون په غونډې کي د وینا په مهال وویل، په عراق باندي د یرغل له وجي زمونږ پام او منابع د افغانستان له جګړې څخه بلې خواته اړول شوې وې. په دې توګه افغانستان د عسکرو، وسایلو ، امنیت او پراختیایي مرستو له پلوه په دوهمه درجه لومړیتوب کي راغی.
د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د سه شنبې په شپه په عراق کی د دي هیواد ۷ کلن جنګي ماموریت ختم اعلان کړ او له سپینې ماڼۍ څخه یي په ټلویزیوني وینا کي وویل:
((نن شپه زه اعلان کوم چي په عراق کی د امریکا پوځي ماموریت ختم شو. د عراق د ازادۍ عملیات پاي ته ورسیدل او دا مهال د عراق د امنیت مسولیت پخپله د عراقیانو دی. ))
سپینې ماڼۍ ته د کاندیدو په مهال ښاغلي اوباما په ۲۰۰۳ کال کي په عراق باندي یرغل د پخواني جمهور رییس جورج ډبلیو بوش یوه بي معنی جګړه بللي وه.
ښاغلي اوباما د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ میاشت کي د جمهوري ریاست په څوکۍ باندي له ټاکل کیدو سره سم، په عراق کي د امریکایي عسکرو شمېر شاوخوا ۹۰ زرو ته راټیټ کړ او په دي هیواد کي د امریکایي ځواکونو د سلونو پوځي اډو مسولیتونه عراقي ځواکونو ته وسپارل.
د ۲۰۱۱ کال تر پایه به شاوخوا ۵۰ زره امریکایي عسکر په عراق کې پاته وي او د عراقي ځواکونو د روزنې او مشورو چارې به پر مخ وړي.
د امریکا د دفاع وزیر وویل، د عراق په عملیاتو کی ټول ټال ۴۴۲۷ تنه امریکایي عسکر وژل شوي او نور ۳۴۲۶۸ تنه ټپیان شویدي.
جمهور رییس اوباما د افغانستان جګړه په ځاي جګړه بللي او نور ۳۰ زره عسکر یي هم دي هیواد ته استولي چی په دي توګه دا مهال په افغانستان کي د امریکایي او ناتوعسکرو شمېر شاوخوا ۱۵۰ زرو ته رسیدلی دی.
د امریکا د دفاع وزیررابرت ګیتس وایي، په تېرو نهو کلونو کي دا لومړی ځل دی چی مونږ د افغانستان د جګړې لپاره د ضرورت وړ منابع لرو.
ګیتس ژمنه وکړه چي امریکايي ځواکونه به د راتلونکي کال جولاي میاشت کي په تدریجي ډول، افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسولیتونو سپارل پیل کړي خو دا یی هم په ډاګه کړه چي یو لږ شمېر امریکایي عسکر ممکن په دغې نیټې له افغانستان څخه ووځي.
د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه، طالبان ممکن فکر وکړي چی امریکا به په راتلونکي اوړې کي له افغانستان څخه پښې سپکوي خو کله چي وګوري مونږ لا هم په ستر شمېر کي د دوي په ضد جګړه کوو، حیران او خواشیني به شي.
د امریکا د دفاع وزیر دا هم وویل چي متحده ایالاتو په افغانستان کي په څو راتلونکو میاشتو کي د لومړیتوب یوشمېر کارونه تر لاس لاندي نیولي چي د ادارې په ضد جدي عمل هم پکی شامل دی.
ګیتس وویل، امریکایي ځواکونو د طالبانو په ضد زیاتې بریاوي تر لاسه کړي او دښمن ته یي درانده تلفات اړولي . ده وویل، په تېرو دریو میاشتو کي یی د طالبانو له ۳۵۰ څخه زیات قوماندانان وژلي یا نیولي دي.